15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ارګ په یوه خونه کې قېمتي ډبرې تر پېژندنې وروسته خوندي شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٢مه
د کانونو او پترولیم وزارت اړوند ځینې قېمتي ډبرې چې په هېواد کې له تېرو جګړو وروسته د ارګ په یوه خونه کې ساتل کېدې، د کانونو او پترولیم وزارت او د حفظ او مراقبت ریاست، د جمهوري ریاست د عالي مقام د تدارکاتو او خدماتو ریاست انجنیرانو ګډ پلاوي له پېژندنې وروسته بيا خوندي شوې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ډبرې په دې وروستیو کې د ارګ دروازې اړوند یوې خونې د ارزونې پر مهال ترلاسه شوې. په ۱۳۷۱ کال کې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د دغو ډبرو د ساتنې پرځای د راکټ لګېدو له امله د خوندیتوب په خاطر ارګ ته ولېږدول شوې.
د جیالوجۍ او کانون سروې ریاست دوه تنه منسوبینو انجینر محمدنبي مطهري او انجینر مرزا چې د دغه پلاوي په ترکیب کې شامل وو، د دغو قېمتي ډبرو په اړه معلومات ورکړل.
هغوی وویل، د یادو ډبرو اندازه او کیفیت په دقیقه توګه معلوم نه دی، خو بېلابېل ډولونه لکه لاجورد، ګرانیت، عقیق، امتیست، بریل، میکرولیت، تخنیکي تورمالین او میده دانې بیروج او نور ډولونه لري.
د هغوی په وینا، دغه قېمتي ډبرې د تېرو حکومتونو پرمهال له هېواده بهر د قاچاق پرمهال ضبط شوي دي چې د ضبط کولو جریان اسناد یې هم موجود دي. #

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.