دمالیې وزیر د افغانستان لپاره د چین دولسي جمهوریت له سفیر سره په اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه 
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي یاو جینګ، سره وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.د
دمالیې وزیر د دغه هیواد د سوري زړه په ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو د درملنۍ له پروګرام څخه د مننې تر څنګ د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمېسیون په جوړېدو، د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د ریل پټلۍ له لارې د پنځو هیوادونو (افغانستان، ایران، چین، تاجکستان او قرغیزستان) د نښلولو اوپه یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.ختم- ع

back to top