دمالیې وزیر د ښار او کور جوړونې له وزیر سره د دې وزارت د پراختیایي بودیجې د اغېزمن لګښت په اړه خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه 
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د ښار او کور جوړونې له وزیر سید سعادت منصور نادري، سره د دې وزارت د پراختیایي بودیجې په اغېزمن لګښت، کور جوړولو، د کور جوړونې تصدۍ د مخکي جوړو شویو قطعاتو په پروژې، د سنایي غزنوي او لاله ښارګوټو په پروژو او د روغتونونو او ښوونځیو په جوړولو خبرې وکړې
پرېکړه وشوه چې د ښار او کورجوړونې محترم وزارت دې دغه وزارت ته له دولتي ادارو څخه د ودانیزو پروژو د لېږدولو لپاره د بشپړ چمتووالي تر څنګ په ټولیزه طرحې کار وکړي او خپله طرحه دې د کور جوړولو او ودانیزو تصدیو عالي شورا ته وړاندي کړي، چې له مرستندويو، اړوندو ادارو او له پارلمان سره په همغږۍ د چارو دښه والي لپاره اړین تصمیمونه ونیسي.

back to top