21 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلورمړي په فراه کې ترلاسه شول .

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٩ دفراه پوليسو پرون...

په پکتيا کې دحقاني دشبکې دمهماتو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د لړم نهه ويشتمه : دملي امنيت دخاصو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

استراليا دکرنې او اوبو لګولو له وزارت سره ددو مليونو ډالرو مرسته کوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
دکرنې او اوبو لګولو  وزارت مالي او اداري معين عبدالقدير جواد نن په کابل کې داستراليا دسفارت دمرستو له مسوول ماليکول  ليجت سره ددو مليونو استراليايي ډالرو دمرستې تفاهم ليک لاسليک کړ .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه مرستې په هغو سيموکې چې دبلخ ، سرپل ، جوزجان، فارياب  ، بغلان او سمنګانو په ولايتونو کې داوبو له کمښت سره مخامخې دي په پام کې نيول شوي دي .
  ددغه پروګرام له مخې  ددغو ولايتونو بزګرانو ته دکرکيلې مناسبې لارې چارې ورزده کيږي  چې وکولاى شي  په اړوندوسيمو کې چې اوبه کمې دي څه ډول دکرکيلې نوې لارې چارې عملي کړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.