15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر عبدالله عبدالله دپنځو سترو پروژو دقرارداد دلاسليک کولو په مراسمو کې انډوليز انکشاف په عمل کې ثابته و .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ديرشمه :
دڅوارلسو ملياردو افغانيو په لګښت دسړک جوړولو دپنځو سترو پروژو او ديوه کانکريتي پله قرارداد دفوايد عامې  وزارت او دقرارداد کوونکو  شرکتونو ترمنځ دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په شتون په سپيدار ماڼۍ کې لاسليک شو .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دهېواد اجراييه رييس چې ددغوپروژو دقرارداد دلاسليک کولو دمراسمو په بهير کې يې  خبرې کولې وويل چې داکار دسيمې په کچه زموږ داقتصادي هدفونو دتحقق ، انډوليز انکشاف او دملي وحدت دحکومت دژمنو دعملي کيدو  او دبنستونو داحيا کولو په لاره کې ترسره شوى دى .
  دفوايد عامې وزارت سرپرست  يما ياري ددغو پروژو  د جزئياتو په باره کې وويل  دقيصار ، لامان - بادغيس  سړک لومړى برخه د ٢٤٩  مليونو افغانيو په لګښت  او  ددرې  ديرشو کيلو مترو په اوږدوالي ، دفارياب دچارتوت   دهنه ايار سړک د ١١٧  مليونو افغانيو په لګښت او داوو کيلومترو په اوږدوالي ، ددواب – ددهنه ايار  او مندول پل سړک د ١٧٩ مليونو افغانيو په لګښت او ديوولسو کيلومترو په اوږدوالي په  ١٧ مياشتو کې جوړيږي 
ياري زياته کړه بله پروژه د ١٥٢ کيلومتروپه اوږدوالي دبغلان – باميانو سړک او د ٨٦ کيلومترو په اوږدوالي او د ٧٨٩ مليونو افغانيو په لګښت  دسالنګ دلوى لارې دپروژې دتطبيق لپاره دمشورتي خدمتونو وړاندې کول دي چې دملګروملتو دسازمان دپروژې دخدمتونو دبرخې UNOPS له خوا  عملي کيږي .
  دغه راز داتيامترو په اوږدوالي او دڅلويښتو مليونو افغانيو په لګښت په خوست ولايت کې دکانکريتي پله دقرارددسندلاسليک شو
ددغو پروژو لګښت نړيوال بانک ورکوي  په دې پروګرام کې د يونابـس استازي له افغانستان  سره  دملګروملتو دسازمان دمرستو په دوام باندې د ټينګار په ترڅ کې وويل چې ديونابس دفتر دافغانستان دودې اوپرمختګ  په برخه کې ددغه هېواد ددولت اوخلکو تر څنګ ولاړ دى .
دهېواد اجراييه رييس دقيصار ، لامان ،بغلان  ، باميان او سالنګونو دپروژو په اهميت باندې دټينګار په ترڅ کې وويل دغه پروژې داقتصادي پراختيا ،دبېوزلي دله منځه وړلو ، کارموندنې ، صنعت ، امنيت او  دخلکو دپيوستون له امله اغيزمنې دي .
ډاکتر عبدالله عبدالله له قراردادکوونکو شرکتونوڅخه وغوښتل چې دسيمې له اوسيدونکو څخه دې مسلکي کارګران استخدام کړي
دغه ر از اجراييه رييس وويل په اړوندو دولتي ادارو او دملي وحدت دحکومت په رهبري  کې عمومي روحيه داده چې په کمو پرمختللو ولايتونوکې دې زيات کاروشي چې په عمل کې  خلکو ته انډوليز انکشاف ثابت شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله په کمو پرمختللو ولايتونوکې په کارباندې په ټينګار سره زياته کړه دقيصار  لامان سړک له سلې  څخه څوارلس کاله تيريږي   اوپه ټول نورستان ولايت کې يواځې  شپږ سوه متره سړک په ښار کې پوخ شوى دى او ډير کم کار ترسره شوى دى .
دهېواد اجراييه رييس ددوشي – باميان سړک داهميت په باره کې څرګنده کړه دغه سړک دهېواد  شمال دولس ولايتونه له مرکزي ولايتونوسره نښلوي او داقتصاد او ترانزيت په وده کې اغيزمن دى . 
ډاکتر عبدالله عبدالله دسالنکونو پروژې  په  باره کې وويل چې دسالنک دبيا جوړولو دپروژې لومړي برخه او دشپږ اتيا کيلومترو په اوږدوالي دموازي تګلوري دجوړولو کار تريوې مياشتې پورې پيليږي .
دغه راز دهېواد اجراييه رييس دفوايد عامې وزارت ته لارښوونه وکړه چې دغور – هرات سړک دطرحې په باب کار وکړي او  بشپړې کړي چې دوزيرانو شورا داقتصادي عالي شورا په غوڼدو کې په دې باره کې تصميم ونيول شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله ددغو ولايتونو استازو ته ډاډ ورکړچې دپرژو چټکتيا شفافيت اوکيفيت  ته په لومړيتوب کې ځاى ورکړي
دهېواد اجراييه رييس وويل چې دخلکو دغو نيتونو او دحکومت دژمنو په تحقق کې به بې  پروايي ونه کړي .
ددغو پروژو  قرارداد دخوست ، فارياب ، بادغيس ، باميانو او دبغلان دولايتونو داستازو په وړاندې   او دفوايد عامې  وزارت او دقرارداد ورکوونکو شرکتونو ترمنځ لاسليک شو
ددغو ولايتونو استازو په خپلو خبرو کې په اړوړندو ولايتونو کې پراختيا يي پورژو ته دپاملرنې په خاطر  دملي وحدت دحکومت له مشرتابه او په تيره بيا دهېواد له اجراييه رييس څخه قدرداني وکړه .
  ختم_ عطاالله 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.