19 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغانستان دڅه دپاسه پنځوسو مليونو ډالرو په ارزښت ، ارزښتناکو پاڼو پانګونې کړي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دتلې دمياشتې ١١ نيټه  :
دمرکزي بانک مقامات وايي  چې دلومړي ځل لپاره مرکزي بانک  په ارزښتناکو پاڼو پنځوس مليونه اوپنځلس زره ډالره پانګونه کړې ده  .
دمرکزي بانک  وياند ايمل هاشور دباخترآژانس  خبريال  ته وويل  ارزښتناکې پاڼې الکترونيکي پاڼې دي  او دنړۍ ټول مرکزي بانکونه  په هغه پانګونې کوي  او ددغې پانګونې موخه دمصوونيت مسئله ده  چې دغه پاڼې  درې ډوله ګتې لري  :
١_   له هغو پاڼو څخه چې پانګونه پرې کيږي ښايي په راتلوونکي کې ګټه ترلاسه شي .
٢_  هرو خت چې مو غوښتي وي کولاى شو خپله پانګه بيرته ترلاسه کړو .
٣_  دپلورنې او پيرودنې په لحاط  هم کولاى شو په دغو پاڼو معامله وکړو يعنې کولاى شو هغه وپلورو.
دهاشور دڅرګندونو له مخې دا په هېواد کې  لومړۍ تجربه  ده  چې تراوسه پورې ښه پرمختګ  لري  .ارزښتناکې  پاڼې تجارتي  سند دى اوبيه يې مارکيټونه ټاکي   او هر وخت  دبدلون په  حال کې دي.
په همدې حال کې  دکابل پوهنتون  داقتصاد دپوهنځي استاد سيدمسعود په ارزښتناکو پاڼو  پانګونه يو مثبت  ګام بولي او وايي چې په تيرو وختونو کې هم دغه خبره توده وه خوپه افغانستان کې ددغې پانګونې لپاره زمينه مساعده نه وه.
دى زياتوي مرکزي بانک  په  دغې مسئلې کار وکړ او کرار کرار  يې طرحه په عمل کې پلې کړه  او همدا اوس  يې په امريکا کې څه دپاسه پنځوس ميليونه ډالره معامله کړې ده  چې هيله لرو ښه نتيجه ولري.
ده زياته کړې ده زما په نظر  که چيرې  دغه معامله  له سيمه ييزو بازارونو سره شوي واي  دامريکا په نسبت  به  ښه وه.
دغه راز ده زياته  کړه چې  دغه تجربه مو په تيرو وختونو کې هم لرله  افغانستان چې  يوسهامي شرکت و  او ښيې نتيجې  اوګته يې هم لرله  چې له بده  مرغه جګړې  او ناامنۍ ددې سبب شوې چې دشرکت کار هم وځنډيږي.
پاى \ ع \  ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.