دمالیې وزیر د لوړ پوړي پلاوي ناستې پایلې په رسنیز کنفرانس کې اعلام کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٤  نيټه :
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تاداماچي یاماموتو، نن د لوړپوړي پلاوې پایلې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې څرګندې کړې.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ .
دمالیې وزیر افغان ولس ته ددغې ناستې دمثبتو پایلو په اړه مبارکي وویله او زیاته یې کړه:  په بروکسل کنفرانس کې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې دوه اړخیزې ژمنې، په غور سره وڅېړل شوې چې موږ د غه آزموینه په بریالیتوب سره تر سره کړه.
ده وویل: په دې ناسته کې مو د بروکسل له کنفرانس څخه وروسته د افغانستان د یوه کال کړنو او اجراآتو مفصل راپور ملاتړ کوونکو او نړیوالو شریکانو ته وړاندې کړ او په پایله کې مو وکولای شول چې  په ډېرو برخو کې د نړیوالو مرسته کوونکو قناعت تر لاسه کړو.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تاداماچي یاماموتو، دغه ناسته اړینه وبلله او ویې ویل: په تېرو دوو ورځو کې له افغان حکومت سره زموږ بحثونه بریالي وې  او په خوښۍ سره افغان حکومت وکولای شول، چې د یوه کال په اوږدو کې خپلو ډېرو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.
ده زیاته کړه: ز ه د ملګرو ملتونو په استازيتوب یو ځل بیا د سولې او پراختیا په ملي چوکاټ کې د افغانستان له پراختیایي موخو سره سم زموږ په ژمنو ټینګار کوم.
د ناستې په پای کې د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د خبریالانو پوښتنونه ځوابونه وویل.
دا ناسته چې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه په لومړۍ ورځ د ښځو د پیاوړتیا، د افغانستان اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د لومړیتوبونو پلي کولو او تر ۲۰۲۰ کال پوري په مخکې پرتو خنډونو او همدا شان د دویمې ورځې په ناسته کې په حکومتولۍ، په دولتي بنسټونو کې په اصلاحاتو او له فساد سره په مبارزې، د بنسټونو په پراختیا او لاسته راوړنو په تړاو افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې دلوړ پوړي پلاوي (SOM) ناسته دافغان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په شتون، د مالیې وزیر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، په ګډه مشرۍ چې د کابینې غړوله ۴۰ څخه د ډېرو هیوادونو،نړیوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو، دملګرو ملتونو غیر دولتي بنسټونو، د دولتي خپلواکو بنسټونو، د مدني ټولنو او د افغانستان خصوصي سکټور  استازو او د ملي شورا غړو ګډون کړی وو.
پاى \ ذکرالله \

 

back to top