11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په ننګرهار کې  دوسله  والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو  وژل کيدل

په ننګرهار کې دوسله والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو وژل کيدل

کابل باختر دليندي نولسمه : وسله والو طالبانو دوه...

په کندز کې  ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

په کندز کې ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دليندي نولسمه : دولس تنه ډار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اتلس ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د لړم د مياشتې ٢٨ مه:
مرکزي بانک (١٨) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د لړم د مياشتې په ٢٩ نيټه د دوشنبې په ورځ (١٨) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.