22 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د ليندى د مياشتې ٢٦ مه:
مرکزي بانک (٢٥) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د ليندۍ د مياشتې په ٢٧ نيټه د دوشنبې په ورځ (٢٥) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغو صرافانو او تجارتي بانکونو ته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول د افغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \ذ

 

Last modified on Sunday, 17 December 2017 12:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.