18 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډې د پانګونې په بدل کې د تدارکاتو ملي طرحه تايید کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر د مرغومې ٢١ مه
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د پانګونې په بدل کې د تدارکاتو  او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د ۱۳۹۷ مالي کال پر چوکاټي قرادادونو د هغې د اجرا کولو پیل تر سرلیک لاندې د ملي تدارکاتو ادارې پیشنهادي طرحې په اړه بحث وکړ او د ملي تدارکاتو کمېسیون هغه په پرنسیپ کې تايید کړه.
په پیل کې د ملې تدارکاتو ادارې رئیس انجینر الهام عمر هوتکي د یادې طرحې د پیش زمینې، مبنا او موخو په اړه خبرې وکړې وې ویل، په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کې د ملي دفاع او د کورنیو چارو په وزارتونو کې د تدارکاتي اصلاحاتو لومړۍ برخه په چوکاټي قراردادونو کې  په بریاليتوب بشپړه شوه.
هغه زیاته کړه: د ملي تدارکاتو ادارې د اصلاحاتو دویمه برخه د پانګونې په بدل کې د تدارکاتو د نوي نوښت په چوکاټ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندیز کړې چې د دې نوښت کلي موخه د مدیریت انسجام او د مرکز، قول اردوګانو او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ساحوي زونونو د قراردادونو په کچه د احتمالي خطرونو مخنیوی دی.
د ملي تدارکاتو ادارې عمومي ریېس څرګنده کړه، په تېرو دريو میاشتو کې په یو شمېر زونونو او ولایتونو کې د قراردادونو د شرایطو او مشخصاتو مطابق دکورنیو چارو وزارت په ځینو قراردادیانو کې د اجناسو او باکفیته خدماتو د نه رسولو شکایتونه وو چې پر وخت لرې شوي دي، خو په دې مالي کال کې اړتیا ده چې یو شرکت کې د څو قراردادونو د انسجام، په بېلابېلو سیمو کې د شرکتونو د خدمت رسولو ظرفیت، د قرارداد د مدیریت او د توکو او خدماتو دکیفیت دڅارنې په اړه اساسي تدبيرونو او اقدامات ونیول شي.
هوتکي زیاته کړه: د دې وړاندېز شوې پالیسۍ بله مهمه برخه، د عامه تدارکاتو له لارې د پانګونې هڅول او په قرادادونو کې له کورنیو تولیداتو زیاته استفاده ده.
د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس همدارنګه په دې طرحه کې د شاملومعیارونو، له هغې ډلې یو شرکت ته د قراردادونو د تعدد، د قراردادونو د پولي ارزښت، په واحد مالکیت د شرکتونو د تعدد او د واحد ذینفع ونډه لرونکو او په قرارداد کې د درج تعهداتو د نه پوره کولو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل: د قراردادونو ورکړه او تطبیق د هېواد د دفاع په سنګر کې د ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو د بریالیتوب لپاره ارزښتمن دي، له همدې امله دې ته اړتیا ده چې په ملي دفاع او د کورنیو په چارو وزارتونو کې دا برخه تر ډېره اصلاح او ښه شي.
وروسته د ملي تدارکاتو د کمېسیون غړو په خپل وار د یادې طرحې دجوړېدو هرکلی وکړ او د هغې تطبیق یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خدماتو د رسولو، د منابعو د غوره مدیریت، له انحصار نه د خلاصي، د فساد د کموالي او عادلانه چلند او خصوصي سکتور په کچه  د سالمې سیالۍ لپاره د لازمو فرصتونو د برابرولو لپاره ارزښتناک ګام وباله.
سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو پر معیارونو د زیات تامل او د زیاتو معیارونو لکه د خدماتو د کیفیت، مالیاتي تصفیې، د قرارداد تر پوښښ لاندې د جغرافیایي ساحې، د شرکتونو د سیمه ییزه لوجستيکي او تجهیزاتي ظرفیتونو، د کلنيو معاملاتو د حجم او د هغوی د تېرو اجرااتو د ارزونې په زیاتولو ټینګار وکړ.
وروسته د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو هم خپل نظرونه څرګندکړل او د یادې طرحې هرکلی یې وکړ اود هغې د تحقق په خاطر  یې خپل ملاتړ او چمتووالی هم اعلام کړ.
ملي او بین المللي څارونکو  هم په دې غونډه کې د خپل نظر څرګندولوپرمهال د یادې پالیسۍ تحقق یو اصلاحي مثبت ګام وباله.
په پای کې جمهورریېس غني خبرې وکړې او د یادې طرحې د تدوین د ستایلو ترڅنګ یې وویل، د غونډې د ګډونوالو نظریاتو او وړاندېزونو ته په پام دې یاده پالیسۍ تطبیق شي.
جمهورریېس زیاته کړه، پر هغو میعارونو سربېره چې بحث پرې وشو، پر پانګونه او د پانګونې پر حوزو دې زیات تمرکز وشي. د قراردادیانو اوسنۍ او مخکېنۍ پانګونې دې تثبیت شي، د قرارداد د دواړو لورو د حساب ورکولو متقابل مسوولیتونه دې وضاحت ولري او په عین حال کې دې قراردادي شرکتونو ته هم پالیسي ورکړل شي تر څو په بشپړ ډول واضح شي.
هغه زیاته کړه: یاده طرحه د کمېسیون د غړو د نظریاتو او وړاندېزونو په شاملولو سره تايید ده او د هغې پر انکشاف دې لومړی د مصوبې په توګه  وروسته دې  د تدارکاتو د طرزالعمل د ضمیمې او په راتلونکي کې دې په ټولو وزارتونو او سکتورونو کې د هغې د تطبیق ساحې په پراخوالي کار وشي.
د یادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت د اعاشوي قراردادنو ۵ سلنه تعدیل او د عامه محافظت تصدۍ اعاشوي او محروقاتي اړتیاوې ترنوي قرارداد پورې منظور کړې.
د  ملي تدارکاتو کمېسیون په دې فوق العاده غونډه کې د جمهورریېس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش، د مالیې، اقتصاد، عدلیې، ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، په زیربنایي چارو کې د جمهورریېس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصادي کمېسیونونو، د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د سیګاراو غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارو ملي او بین المللي څارونکو حضور درلود.پاى – عطاء الله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.