15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مالیې وزیر د افغانستان لپاره د اسټرالیا له نوې ټاکل شوې سفیرې سره د پېژندنې ناسته وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن  د افغانستان لپاره د اسټرالیا له نوې ټاکل شوې سفیرې اغلې نیکولاګورډن سمیټ، سره د پېژندنې ناسته وکړه.
د مالیې وزیر هغې ته د ښه راغلاست او له افغانستان سره د دغه هېواد له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د دواړو لوریو په مالي اصلاحاتو، په پارلماني ټاکنو، د ملي عوایدو په زیاتوالي، له نړیوال وجهي صندوق سره په مذاکرې، په جینوا کې د بروکسل کنفرانس د ژمنو د پلي کولو او تعقیبولو په تړاو ناستې چې په راتلونکي کې به جوړي شي، د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) په بیا کتنې، د (۳+۳+۵) مالي ملاتړکوونکو په ناستې، په ګمرکونو کې د اصلاحاتو لپاره په درې کلن سټراټېژيک پلان، د عامه مالي کړنو د ښه والي او ریفورم په پنځه کلن پلان، د وچو بندرونو په عصري کولو، د سولې په پروسې، د کابل په پروسې او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
د مالیې وزیر د دغه هېواد د پخواني سفیر له کړنو څخه د مننې ترڅنګ، د اسټرالیا نوې ټاکل شوې سفیرې ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.
پاى _ ذکرالله

 

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 06:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.