23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کی دوه تنه وسله وال طالبان ونیول شول

کابل باختر دکب څلورمه دوه تنه وسله وال طالبان تیره شپه...

په فراه کی یو طالب ووژل شو

کابل باختر دکب څلورمه یو وسله وال طالب نن په فراه...

دځوانانو دتکواندو انتخاباتي سيالۍ په کابل کې پيل شوې .

کابل باختر دکب څلورمه : دځوانو تکواندو کارانو دانتخاباتي سياليو نهم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځويشت ميليونه ډالره ليلامېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د وري د مياشتې ٢٧ مه:
مرکزي بانک (٢٥) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د وري د مياشتې په ٢٨ نېټه د سې شنبې په ورځ (٢٥) ميليونه ډالره د لېلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \ذ

Last modified on Tuesday, 17 April 2018 09:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.