20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶‍۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې د ۱۱ قراردادونو د ورکړې غوښتنه وارزوله چې په پایله کې د ۶۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړچې،منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي: ـ د کرنې وزارت اړوندبادغیس او غور ولایتونو او د جوزجان قوش تپې ولسوالۍ او یادو ولایتونو ته د انتقالاتو په ګډون د ۶۷۵۰ متریک ټن کانسنتریټ ( متوازن حیواني خواړه) د خریدارۍ او برابرولو دوه قراردادونه. - د ملي دفاع وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد پر بنسټ په دریو برخو کې د څښاک اوبو د برابرولو او تدارک د پروژې قرارداد. - ملي دفاع وزارت اړوند د ۵ پایو جنراتورونو د اساسي ترمیم قرارداد.- - د کورنیو چارو وزارت د جزوتامونو اړوند د ۱۱۳ سایټ مایکروویف لینک د ارتباط پروژې قرارداد. - د ملي پولیسو د قطعاتو او جزتامونو د اړتیا وړ د ۱۴ مرکزي او ساحوي سایټونو د نوري فایبر د شبکې انکشاف د تهیه او تدارک پروژې قرارداد. - د ملي پولیسو ځواکونو د جزوتامونو او قطعاتو د اړتیا وړ ۱۲ساحوي او مرکزي سایټونو کې د نوري فایبر شبکې د پروژې د انکشاف قرارداد. - د کورنیو چارو وزارت د جېلونو د ریاست او توقیف خونو اړتیا وړ د ۱۳ قلمه غلو دانو قرارداد. - کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د یو قلم اوبلنو ګازو د تدارک قرارداد. له بلې خوا سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد پرژوه دغه کمېسیون په نهایي ډول منظور کړه او د افغان حاجیانو پر چټک لېږد ټینګار وشو. جمهور ریېس محمد اشرف غني د کانسنتریت پر اخیستو (متوازن حیواني خواړه) د بحث پر مهال ټیګار وکړ چې په دې برخه کې د ټولو ولایتونو ستونزې ژر ترژره حل شي. هغه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد له مالدارو څخه د غوښې اخیسو زمینه برابره کړي. په دې غونډه کې، د افغانستان د ملي اردو د پرسونل او جزوتامونو د هوایي انتقال ( چارتر) د منظورۍ د ورکړې قرارداد غوښتنه په اوو برخو کې اعاده شوه. همداراز څرګنده شوه، چې اریانا افغان هوایي شرکت سره دې خبرې وشي او د افغانستان د ملي اردو د پرسونل او جزوتامونو هوایي انتقال دې په ښه توګه ترسره شي او هغه دوه الوتکې چې د ملي دفاع وزارت سره دي باید د اریانا افغان هوایي شرکت په مرسته فعالې شي. د دولتي لوړ پوړو چارواکو د امنیت او ساتني ریاست د اړتیا وړ د څلور قلمه غوښې د برابرولو او تدارک د ورکړې قرارداد په اړه د ګډ پلاوي راپور، د جمهوري ریاست د چارو اداري د عمومي ریاست د خدماتو ریاست اړتیا وړ د ۴ قلمه اعلی غوښې قرارداد منظور او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د اړتیا وړ۷ قلمه غوښې د قرارداد په اړه پرېکړه وشوه چې له قراردادي سره د بیې د ټیټوالي په خاطر خبرې وشي. همداراز د قرارداد د مندرجاتو د تعدیل ( د بیې د لوړوالي پرته) منظوري غوښتنه، د ملي دفاع وزارت اړوند د ساحوي قول اردو د حمام ۹ قلمه د اړتیا وړ لوازمو د تدارک قرارداد هم کمېسیون منظور کړ. د هېواد جمهور رئیس یوځل بیا د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي. سربېره پردې له افغان تلیکام شرکت سره د کورنیو چارو وزارت ناک شبکې د اړتیا وړ قطعاتو او جزوتامونو د نوري فایبر د ۲۴ لینک (باندویت) د وصل تفاهم لیک د لاسلیک پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت پیشنهاد، او د لوژستیک عمومي ریاست د اړتیا دوه قلمه غوښه د دویمې برخې لپاره د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې مطابق د پیشنهادي داوطلب د هوکړې د نشتوالي پر بنسټ د دې وزارت وړاندیز هم کمیسیون منظور کړل. په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمد سروردانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د اقتصاد وزیر او د مالیې اوعدلې وزارتونو سرپرستانو، د زیربناپه چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.پاى_ ذکرالله

Last modified on Tuesday, 17 April 2018 09:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.