18 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي اردو یو منسوب په فاریاب کې ټپي شو .

د ملي اردو یو منسوب په فاریاب کې ټپي شو .

کابل باخترداغبرګولي ۲۷ د فاریاب ولایت په میمنې ښارکې تیره شپه...

په نورستان کې دشپږو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولې اته ويشتمه دطالبانو په ډلې پورې...

دفراه په انار درې دوسله والو طالبانو ډله ئيز بريد .

کابل باختر د غبرګولي اته ويشتمه : وسله والو طالبانو ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د آسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنه نوې کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې٢١نيټه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د چین هیواد بیجینګ ښار  کې د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک له رئیس ښاغلي جن لیقون، سره د یاد بانک په مرکز کې وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان  په بېلابیلو برخو کې په ځانګړې توګه د ننګرهار په حصار شاهي صنعي پارک او د لغمان په بابا صاحب په دښته کې د لمریزې برېښنا په تولید کې د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک په ملاتړ او پانګونې، د کابل ښار حلقوي سړک په جوړیدو او  د اوسپنې پټلۍ په پروژو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د مالیې وزیر د یاد یانک رئیس ته وویل چې افغانستان د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک کې خپل غړیتوب او اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي او د افغان حکومت د دې بانک تر منځ یې د عملي همکارۍ او کړنو د پیلیدو په ځانګړې توګه په یادو شویو برخو کې ټینګار وکړ.
همدا شان د مالیې وزیر د روان کال په جنورۍ میاشت کې د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک د لوړ پوړي پلاوي د سفر یادونه وکړه او پایله یې د همکاریو د ودې او د ځانګړو پروژو د تصویب په برخو کې اغیزمنه وبلله.
ښاغلي جن لیقون په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پلي کیدو په برخه کې په علاقه مندۍ او ژمنۍ بیا ټینګار وکړ  او زیاته یې کړه، یاد بانک چمتو دی چې د افغانستان ځانګړو اړتیاوو او شرایطو ته په کتو د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په ګډون له نورو نړیوالو تمویلوونکو سره د افغان حکومت د اړتیا وړ سرچینو په چمتو کولو کې خپلو همکاریو ته چټکتیا ورکړي.#
پاى_ع

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 05:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.