16 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مالیې وزیر د چین ولسي جمهوریت د ګمرکونو ادارې له مسؤل سره ولیدل او د چین مارکېټ ته د افغانستان د جلغوزیو صادرولو په اړه پروتوکول لاسلیک شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې٢١نيټه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون چې د چین هیواد په چینګداو ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د اتلسمې ناستې په څنډه کې د یاد هیواد د ګمرکونو ادارې له مسؤل ښاغلي نای یوفنګ، سره وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د چین مارکېټ ته د افغانستان د باکیفیته تولیداتو په صادرولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اسانه کولو، د پایداره کارموندنې په برابرولو، د عوایدو په ډېرېدو کې د اقتصادي مبادلاتو په اغېز، د ګمرکي پروسې په ساده کولو، د دوه اړخیزه ګمرکي هوکړه لیک د عملي پلي کېدو له لارې چې د ۲۰۱۶ کال د مې په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوی وو، د ګمرکي معلوماتو او تجربو په تبادله کولو او یوشمېر اړوندو مسائلو خبرې وکړې.
همدارنګه په چین کې د افغانستان لوی سفیر جانان موسی زي او د چین ولسي جمهوریت د ګمرکونو د ادارې مسئول ښاغلي نای یوفنګ، تر منځ د چین مارکېټ ته د افغانستان د جلغوزیو صادرولو پروتوکول لاسلیک شو.
دواړو اړخونو د دې هوکړه لیک په پلي کولو ټینګار وکړ او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله.#
پاى_ع

 

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 05:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.