16 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ لپاره د هند او ازبکستان تيارى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

نوي ډيلي  باختر د غبرګولي  دوه ويشتمه :
هند او ازبکستان د ايران د چابهار بندر له لارې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پراختيا لپاره تيارى اعلام کړ .
د هندو ورځپاڼې پرون د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت د معين ويجي ګوخال  له خولې وليکل چې په چين کې دشانګهاى د همکاريو د سازمان د غونډو ترڅنګ د هند د صدراعظم نارندامودي او د ازبکستان د جمهور رييس شوکت   مير ضيايف په خبروکې د دواړو هېوادونو مشرانو هيله څرګنده کړه چې خپله  دوه اړخيزه سوداګري د چابهار بندر له تګلوري څخه او په ازبکستان کې د صنعتي پارکونو په جوړولو او پانګونې سره زياته کړه .
د چابهار بندر چې دايران په جنوبي سواحلوکې دسيستان او بلوچستان په ولايت کې دى په افغانستان کې څلورو ښارونو ته د هند دلاسرسي لاره هم برابروي .
  هند د چابهار بندر د پراختيا لپاره د پنځه سوه ميليونو ډالرو پانګونه ژمنه کړې ده  او د دغه بندر لومړى فاز د تېر ډسمبر په مياشت کې پرانستل شو .
ايران  هندوستان ته د تيلو يوه ستره صادروونکى دى او د هند دولتي مقاماتو د څرګندونوله مخې د دغه هېواد حکومت له آسيايي هېوادونو سره د خپلو اړيکو له زياتې پراختيا سره علاقمندي لري .
  ختم- ف _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 05:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.