14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي تدارکاتو کمېسیون څو ستر زېربنایي قراردادونه منظور کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر  د ملي تدارکاتوکمېسیون  غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډې کې دملي تدارکاتو کمېسیون ستر زېربنایي قراردادونه له هغې ډلې د سالنګ لپاره د بدیل تونل ډېزاین او د امکان‎سنجۍ مطالعات، د کندز د خان اباد د برېښنا بند، د لغمان ولایت د سلطان غازي بابا د ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې، د فراه ښار د څښاک اوبو د تأمین پروژې دویم فاز، د افغان حاجیانو لپاره د واکسین د تدارک قرارداد او د عامې روغتیا وزارت د تاسیساتو لپاره دتنظیفاتي موادو د کمېسیون له لوري منظور شول.
د دغو قراردادونو مجموعي ارزښت له ۳ میلیاردو افغانیو زیات دی. دغه راز له هندسره دولت په دولت قرارداد له لارې له هندي شرکت سره په روان کال کې د افغان حاجیانو لپاره د واکسین قرارداد وشو چې د تېرو کلونو په پرتله  د کیفیت او بیې له پلوه مناسب دی.
جمهوررئیس په دې برخه کې د ملي تدارکاتوله ادارې او دعامې روغتیا له وزارت څخه قدرداني وکړه، ټینګار یې وکړ چې عامې روغتیا وزارت او د حج په پروسه کې ذیدخل ادارې مکلفې دي چې د دې قرارداد د اغيزمن تطبیق څارنه وکړي.
سربېره پر دې د سالنګ لپاره د بدیل تونل ډیزاین او مطالعې، د کندز د خان اباد د برېښنا بند او د فراه ښار د څښاک اوبو د تأمین پروژې مهمې وبللې او د فوایدعامې او د انرژۍ اوبو وزارتونه او د افغانستان د ښاري اوبورسولو شرکت ته لارښوونه وکړه چې د قراردادونو د مدیریت د زمینې او په ټاکلې موده کې د دې پروژو عملي کولو ته لازمه پاملرنه وکړي.
له بلې خواد ملي تدارکاتو کمېسیون د قراردادونو د نه بشپړېدو او د تمویلونکو د مالي مرستې مودې د پایته رسېدو له امله د بامیان، دایکنډي او نورو ۱۰ ولایتونو د ښوونځیو د تجهیزاتو د تدارکات د قراردادونو د فسخه کولو په اړه د پوهنې وزارت وړاندیز منظور کړ، خو پرېکړه وشوه چې اړوند قراردادي شرکتونه دې په داوطلبیو کې د ګډون محرومیت پروسې ته معرفي شي او همدارازد پوهنې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ولایتونو د پوهنې د رئیسانو د ظرفیت او کړنو سراسري ارزونه وکړي او وروستۍ راپورې دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
همداراز جمهوررئیس غني د دغو قراردادونو نه بشپړېدل، دغو ولایتونو ته د ښوونځیو د تدارکاتي تجهیزاتو نه تدارک او دوړيا مالي مرستو نه مصرف په ولایتونو کې د پوهنې وزارت د ذیدخلو مسوولینو او کارکوونکونه  تعهد، د ظرفیت نشتوالی او بې غوري وبلله او لارښوونه یې وکړه چې موضوع دې وڅېړل شي او ذیدخل مسوولین او مامورین دې تعقیب او مجازات شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د  وړيا مرستو دغه ډول غیر اغيزمن مدیریت هغه هم د پوهنې په برخه کې د ملي یووالي حکومت رهبرۍ ته د منلو وړ نه دی او د خلکو او د افغانستان د پوهنې د اولادونو په حق کې جفا ده، له همدې امله د ولایتونو په کچه د پوهنې ریاستونو د مدیریت کولو وضعیت باید اصلاح او بدلون وکړي.
سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د بلخ ولایت د شولګره  سیند د تحکیماتو پروژې قرارداد د لا زیاتې ارزونې په موخه ور وګرځاوه. له بلې خوا، د مالیې وزارت د کرنې د اوبو لګولو د سیسټمونو د ښه والي او د سیلابونو او بیړنیوحالتونو د مخنیوي لپاره د څو کاره بندونو د جوړولو په خاطر د مالیې وزارت وړاندیز کمیسیون تصویب کړ.
په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولین او له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د څار بنسټ او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي څارونکو هم حضور درلود.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.