16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دولس ميليونه ايرو ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ دچنګاښ د مياشتې ٣ مه:
مرکزي بانک (١٢) ميليونه ايرو د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ٤ نيټه د دوشنبې په ورځ (١٢) ميليونه ايرو د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \سعيده

Last modified on Sunday, 24 June 2018 13:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.