10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : په جوزجان کې يوشمېر...

 اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه اته تنه پوځيانو تېره شپه...

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : د نشه يي توکو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

آلمان د سمنګانو له ولايت سره دوه ميليونه يورو مرسته کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
آلمان  څه ناڅه دوه ميليونه يورو د طبيعي پيښو او وچکاليو په مصيبت ځپلو سره  د سمنګانو له ولايت سره مرسته کوي.
دسمنګانو والي عبداللطيف ابراهيمي نن د بيوزلۍ د له منځه وړلو د موسسې  د ولايتي دفتر له مرستيال سره د دغه ولايت د اقتصاد  او ښار  جوړولو د رئيسانو او د اړوندو اقتصادي چارو د مسوولينو په حضور کې وکتل.
په دې کتنه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د دفتر مرستيال ليرال د دغو مرستو  هدف په سمنګانوکې د طبيعي پيښو له زيانمو شويوکسانو سره مرسته او د کورنيو د ژوندانه ژغورنه وبلله چې هرې کورنۍ ته د څلورو مياشتو لپاره              سل امريکايي ډالره د سندونو له مخې ويشل کيږي.
ده زياته کړه: دغه دفتر ٩٠ زره يورو د روى دو آب، خرم سارباغ ، حضرت سلطان ، فيروزنخچير په ولسواليو او په ايبکو ښارکې له زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې په خاطر بيلې کړې دي او له دغو پيسو څخه څلويښت زره يورو دمجاهدکارتې د دويمې ساحې د اوبو د بند د جوړولو په خاطر ځانګړې شوې ده.
ويل کيږي په روان کال کې په سمنګانو ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله  لس تنه ووژل شول .
پاى \ج\ذ

Last modified on Sunday, 15 July 2018 12:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.