16 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ملي بودیجه کې د کابل ولایت د خلکو اړتیاوو ورګډولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
په ملي بودیجه کې د کابل ولایت د خلکو داړتیاوو ورګډولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه نن په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوه.
باخترآژانس ته په رارسيدلى خبرکې ويل شوى دى.
په دې غونډه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال خالد پاینده، د کابل د والي مرستیال محبوب الله محیبي، د دولتي ادارو یو شمېر مسؤلینو او د کابل ولایت یو شمېر اوسیدونکو ګډون کړې وو، چې موخه یې د روڼتیا او حساب ورکولو د تامین لپاره د سېمه يیزې حکومتولۍ پیاوړي کول، انډوليزې پراختیا ته د رسیدو، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتوالۍ ته د لاسرسي او په ټول هیواد کې د مالي سرچینو اغیزمن او انډوليز اختصاصول وو.
د کابل د والي مرستیال محبوب الله محیبي، د مالیې وزارت له دې ګام څخه د مننې تر څنګ د غونډې په پرانېسته وینا کې وویل: "د دا ډول غونډو جوړول د ملي بودجې د انډوليزو سبب کېږي او د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون د روڼتیا او د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې اغیزمن ثابتېږي."
د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي محمد خالد پاینده د ګډونوالو له راتګ څخه د مننې تر څنګ وویل: " د افغانستان حکومت د خلکو ستونزو ته د رسیدو او د اړتیاوو پوره کولو لپاره په تېرو کلونو کې د پام وړ کارونه تر لاس لاندې نیولي دي چې د هغې له ډلې څخه د ولایتي بودیجې جوړولو پالیسي ده."
ده زیاته کړه: "د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه يیزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیتکمول دي چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره اواروي او په پای کې سېمه يیزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې په اجراء باندې مثبته اغیزه لري چې دغه عوامل په سېمه يیزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي."
همداشان د دې غونډې په دوام کې د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ګډونوالو ته لنډ او هراړخيز پرزنټیشن وړاندې کړ او همدا راز ګډونوال په څو کاري ګروپونو وویشل شول او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واوریدل شوې او هغوی ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول.
د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه به په پنځو نورو ولایتونو کې په ازمایښتي ډول پلي شي چې د دې پروسې د پایلو، لاسته راوړنو او تجربو په اساس به په راتلوونکو کلونو کې د دغو ولایتونو شمېر زیات شي.
پاى- ع

Last modified on Monday, 03 September 2018 04:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.