15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمرکزي بانک رئيس : د ډالرود بيې لوړيدل لنډمهال دي ، هېوادوال دې انديښنه نلري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
دمرکزي بانک رئيس ددې ترڅنګ چې بد امني ، د کورنيو توليداتو کمښت او دهېواد دسوداګرۍ په  کچه کې  پراخ کسر او دنړۍ په  کچه دډالرو پياوړتيا  دډالردبيې دلوړوالي عوامل بولي خو وايي  چې دغه موضوع لنډمهاله ده  .
دده دڅرګندونوله مخې ؛ مرکزي بانک دهېوادوالو داړتياو دلېرې کولو لپاره پوره تيارى لري  .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي  چې د کابل ښار دصرافانو داتحاديې دمعلوماتوله مخې ؛ نن يو ډالر د٧٥ افغانيو او ٨٠ پوله په بدل کې تبادله کيده
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دمرکزي بانک رئيس چې دافغانۍ اودنورو اسعارو په وړاندې دډالرو دبيې دبي ساري لوړيدو په باره کې خبري کولې دځينو کسانو په واسطه د ډالرو په  احتکار هم ټينګاروکړ.
ده وويل ؛  ځيني استفاده غوښتونکي کسان دډالرو  دارزښت دلوړوالي په باره کې تبليغ کوي اوخپلې زيرمې پلوري .
ده دافغانستان ، پاکستان او ايران ترمنځ دسوداګرۍ بازار ته هم اشاره وکړه او ويې ويل ؛ چې ايران او پاکستان له افغانستان سره پراخي  سوداګريزي اړيکې لري  او ددغو هېوادونو دپيسو پر وړاندې دډالرو دارزښت لوړوالى  دافغانستان په بازارونو کې بې اغيزې نه دى .
دمرکزي بانک رئيس وويل چې مرکزي بانک د روان کال د وږي دمياشتې په٢٤نيټه  دشنبې په ورځ  ٣٢ ميليونه ډالره ليلاموي .
ده وويل  هېوادوال دې انديښنه نلري دډالرو  دارزښت د لوړوالي مسئله لنډ مهاله ده
دمرکزي بانک رئيس دغه راز ناامني .، دکورنيو توليداتو کمښت او دسوداګرۍ په کچه کې پراخ کسر اونورې مسلي هغه عوامل وبلل چې له ترديد پرته دافغانۍ په وړاندې دډالرو دارزښت په لوړوالي کې رول لري .
پاى \ ذکرالله \

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.