17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سوکالۍ په لور د هند او افغانستان ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د نړیوال نندارتون دویمه غونډه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردوږي دمياشتې٢١نيټه
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د لمریزې انرژۍ په سکتور کې د پانګونې د جلبولو په نړیوال کنفرانس او د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې چې د سوکالې په لور تر عنوان لاندې د هند هېواد په ممبیې ښار کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ.
په دې نندارتون کې د افغانستان داسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس، د هندوستان د صنایعو وزیر ښاغلي »سورش پرابهو«، په هندوستان کې د امریکا شاژدافیر، ملي او نړیوالو سوداګرو او د ځینو نورو هېوادونو لوړ رتبه دولتي چارواکو ګډون کړی.
ددې سفر اساسي موخه د هېواد د برښنا په سکتور کې د بهرنیو پانګه والو د پاګونې هڅول دي.
د یادونې وړ ده چې، دغه کنفرانس د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) په مالي مرسته د یوې ورځې لپاره د هندوستان هېواد په ممبیې ښار کې جوړ شوی، چې په هغه کې څه د پاسه ۲۰۰۰ افغاني، هندي او نړیوالو ګډونوالو ګډون کړی. په عین حال کې، د لمریزې انرژۍ په سکتور کې د بهرنیو پانګه والو د پاګونې د جلبولو په موخه درې ورځنی نندارتون هم ددې یوه برخه ده.
د نندارتون د جوړولو موخه د لمریزې انرژۍ برښنا، کرڼې، روغتیا، ښوونه او روزنه، صنعت، کانونو او نورو سکټورونو کې د سوداګرۍ د فرصتونو رامنځته کول دي.پاى- ع

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.