يو انس سره زر په ۱۱۵۵ډالرو وړاندې کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې۲۶
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ۱۱۵۵ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٩٠٠ افغانيو، کويټي په٢٧٥٠ افغانيو،سنګاپوري په٢٨٠٠ افغانيو،  بحريني په٢٣٠٠ افغانيو، عربي په٢٣٥٠ افغانيو، ايراني په٢١٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ١٨٥٠افغانيو پلورل کيږي.     
پاى / سعيده

back to top