کابل \باختردتلې دمياشتې٣ نيټه :
د محمد ابراهيم محب د استوګنې او تجارتي پروژې او د افغانستان د نړيوال بانک (AIB) د مرکزي دفتر، د برښنا انرژۍ د تامينولو تړون د برښنا د شرکت او د دغو دوو بنسټونو د واکمنو استازو ترمنځ لاسليک شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغو تړونونو ارزښت څه د پاسه يو ميليون او نهه سوه څلويښت زره امريکايي ډالره اټکل شوی دی.
د دغو قراردادونو له مخې، د برښنا شرکت د پنځلسو ميګا واټه امپيربرښنا په ظرفيت د محمد ابراهيم محب د استو ګنې او تجارتي پروژې او د افغانستان د نړيوال بانک دفتر ته په دوامداره توګه برښنا تامينوي.
پاى \ج\ ذ