18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عزيزي بانک له لارې د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو خدمتونه پيل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : (AZI-PAY) د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو په برخه کې د بانکي مستقيمو خدمتونو څانګه د افغانستان د برښنا شرکت د اجرائيوي لوى رئييس او د عزيزي بانک د رئيس له خوا پرانستل شوه. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د دغه سيستم له مخې، د برښنا شرکت هغه مشترکين چې په عزيزي بانک کې د پيسو حساب ولري، کولاى شي د (AZI-PAY) له غوښتنې څخه په استفادې سره د مبايل له لارې د خپل برښنا د لګښت پيسې عزيزي بانک ته له ورتګ څخه پرته تحويلې کړي. د برښنا شرکت اجرائيوي رئيس امان الله غالب د دغه سيستم د پرانستلو په وخت کې څرګنده کړه چې د افغانستان د برښنا شرکت تل هلې ځلي کوي چې په شفاف ډول د عوايدو د راټولولو په مقصد مشترکينو ته د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو په لاره کې زياتې اسانتياوې برابرې کړي . (AZI-PAY) سیستم د هر راز پولي فساد او د بانکي اشتباهاتو د احتمال مخه نيسي. پاى\ ج \ذ

Last modified on Wednesday, 26 September 2018 05:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.