15 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وېش دروازې تړل کېدل دويمې ورځې ته وغځېدل

قندهار باختر د تلې ۲۳ مه د قندهار ولایت د...

په ننګرهارکې ۳۴۰ تنه سرتېري د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه په ننګرهار ولایت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د برښنا شرکت اجرائيوي رئيس: د برښنا شرکت پوروړي کولاى شي خپل پورونه په قسطونو سره تحويل کړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د برښنا شرکت اجرائيوي عمومي رئيس انجنير امان الله غالب وايي: له زياترو پوروړو سره موافقه شوې ده چې دخپل پور پيسې دې له لسو څخه تر دولسو قسطونو پورې تحويلې کړي. ده چې په دې باب په مستقيم ډول د عزيزي بانک له لارې د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو د زمينې د برابرولو په غونډه کې خبرې کولې وويل: د برښنا د لګښت له درکه د وزارتونو په سلوکې ۵۰ د ماليې وزارت په همکارۍ له بودجې څخه ورکول کيږي. ده زياته کړه چې د برښنا شرکت له لوى څارنوالۍ سره يو تفاهم ليک لاسليک کوي چې د هغه پر بنسټ هر مشتري چې د خپلې برښنا د لګښت پيسې له دوو دورو څخه په زياته موده کې تحويلې نه کړي، په دريمه دوره کې هم دغه مشتريان څارنوالۍ ته معرفي کيږي . ده څرګنده کړه چې په کال کې د برښنا شرکت عوايد ۲۸ ميليارده افغانۍ دي. ده دغه راز د لمريزې اوبه تودونکې د طرحې خبر ورکړ ويې ويل چې د دغې طرحې له مخې چې د اوبو تودونکو د لګښت په سلو کې ۵۰ د مشتريانو له خوا په لومړي پړاوکې ورکول کيږي او په سلوکې پاتې ۵۰ د برښنا شرکت ورکوي. پاى \ ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 26 September 2018 05:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.