13 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دلاجوردو  له لارې ترکيې ته  دافغانستان دلومړنيو  سوداګريزو  مالونو صادرات

دلاجوردو له لارې ترکيې ته دافغانستان دلومړنيو سوداګريزو مالونو صادرات

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : لومړني سوداګريز مالونه دجګپوړو...

په ننګرهار کې دپاسپورت  دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

په ننګرهار کې دپاسپورت دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهارپه ولايت کې ...

 دننګرهار دپاسپورت  دادارې شپږ پنځوس  مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

دننګرهار دپاسپورت دادارې شپږ پنځوس مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهار ولايت دپاسپورت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سالنګ تونل د بيا رغاونې لپاره نوې طرحه ترلاس لاندې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د فوايد عامې وزارت معين وايي چې د سالنګ تونل د بيا رغاوني لپاره يې نوې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده . د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د فوايد عامې وزارت د ترانسپورتي بنسټونو د ساتنې او څارنې معين انجنير عبدالرحمن صلاحي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د سالنګ تونل د بيا رغاونې په خاطر يې يوه نوې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده. د سالنګ تونل له شمال سره د جنوب يوازينې ارتباطي لاره ده او تر اوسه پورې څو ځلې رغاول شوې ده. د فوايد عامې وزارت معين د سالنګ تونل د هېواد اقتصادي مهمه لاره وبلله او ويې ويل چې سالنګ له آسيايي هېوادونو سره ارتباطي دهليز هم دى. د فوايد عامې وزارت د ترانسپورتي بنسټونو د ساتنې او څارنې معين وايي چې د فوايد عامې وزارت د سالنګ تونل د بيارغاونې طرحه د نړيوال بانک په مالي مرسته چمتو کړې ده . د يادونې وړ ده چې د٥ر٢ کيلومترو په اوږدوالي د سالنګ تونل د بيړنۍ ترميمولو، داغګيرۍ او قيرکولو کار د فوايد عامې وزارت د کاري ځواک له خوا د روان کال د زمري د مياشتې په ١١نيټه پاى ته ورسيد. له هغه وروسته په جنوب کې تونل ته څېرمه د ګالرۍ د ترميمولو ، بيا رغاوني او قير کولو کار پيليږي. پاى \ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 26 September 2018 05:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.