يو انس سره زر په ١٢٠٣ډالرو وړاندې کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د تلې د مياشتې١٨
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٢٠٣ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٩٠٠ افغانيو، کويټي په٢٧٥٠ افغانيو،سنګاپوري په٢٨٠٠ افغانيو،  بحريني په٢٣٠٠ افغانيو، عربي په٢٣٥٠ افغانيو، ايراني په٢١٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ١٨٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

back to top