12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عباس عراقچي به افغانستان ته راشي

کابل باختر دليندى شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو...

 څلور تنه  وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

څلور تنه وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر دليندى شلمه : څلور تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني په کابل کې د ریشخور معیاري او مدرن مسلخ پرانیست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل \ باختر/ دتلې د مياشتې ١٩مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل په ریشخوروکې د کرنې او مالدارۍ د وزیر او د کابینې د یو شمېر نورو غړو او دولتي مقاماتو په حضورکې  لومړنی معیاري مسلخ د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس د دغه مسلخ د پرانیستې پرمهال د کرنې وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته د مبارکي  ترڅنګ د مسلخ د بېلابېلو برخو د لیدنې پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني جمهور رئیس ته په هغه اړه معلومات ورکړل. 
جمهور رئیس غني وویل، دغه مسلخ خلکو ته د دوامداره کاري زمینو د برابرولو ترڅنګ په یوه شفټ کې د ۵۰۰ پسونو او سل غوایانو د حلالولو او تر شپږ میاشتو پورې د غوښې د ساتلو ظرفیت لري.
جمهور رئیس وویل، په دغه مسلخ کې په اسلامي طریقه حلاله کېږي. هغه زیاته کړه، د ریشخور مسلخ به له روغتیایي، محیطي او اقتصادي پلوه امنیتي او دفاعي ځواکونو، بېلابېلو ادارو او هوټلونو ته اعتباري غوښه برابره کړي.
د اسیا پراختیایي بانک په مالي مرسته دغه جوړ شوی مسلخ طبي معاینه، قطن، د بسته بندۍ مرکز، لابراتوار، مالي او اداري برخه، د اوبو پاکولو کارخانه، د بېلابېل ظرفیت لرونکې اته سړې خونې او د پېرېدونکو د خدماتو برخې لري.
ریشخور مسلخ ۲۴۰۰ کسانو ته دوامدار کاري فرصتونه برابروي او یوازې د کال په یوي کاري نوبت کې د یو میلیون کسانو د غوښې اړتیاوې پوره کوي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.