20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل کې  له  ٥٥ وسلو سره  ددوو تنو نيول کيدل .

په کابل کې له ٥٥ وسلو سره ددوو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دپوليسو موظفينو دکابل په ديارلسمې...

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : له يوسلو څلويښتو بې...

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند  له کرکټ  ټيم سره  لوبه کوي .

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند له کرکټ ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دکرکټ ملي ټيم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګرکې د ممیزو لپاره ۱۱۸عصري خونې جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢١نيټه :
په لوګر ولايت کې د مميزو لپاره ۱۱۸عصري خونې جوړېږي.  
د لوګر د کرنې رئیس محمدالدین مومند وايي، دغه خونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له خوا جوړېږي.
دغه ممیزخونې چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او د دغه ولایت په محمدآغې، څرخ او برکي‌ برک ولسوالیو کې جوړېږي، د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام او پاتې ۴۰ سلنه لګښت یې د بڼوالوالو له خوا ورکول کيږي چې هر یوه خونه یې له ۷-۸ مټریک ټنه پورې د انګورو د ساتلو او په ممیزو د بدلولو وړتیا لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو ممیزخونو په جوړولو سره به د بڼوالو عواید        ۳۳ سلنه زیات شي.
د ده په خبره، په دې سره به د سیمې اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو د برابرېدو ترڅنګ، د انګورو د محصولاتو د ضایع کېدو مخه هم ونیول شي.
پاى \ذ کرالله \

Last modified on Sunday, 14 October 2018 04:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.