21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هېواد کې دبادامو دتوليد پنځوس سلنې زياتوالى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم شپاړلسمه : مسوولان په هېواد کې دبادامو دتوليد دپنځوس سلنې زياتوالي او دهغو دصادراتو له پلوه دعوايدو دزياتوالي خبرورکوي . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه ټکى دکرنې اوبو لګولو او مالدارى وزارت مسوولانو نن دمزارشريف په ښار کې دافغانستان دبادامو دجشن په څلورم کنفرانس کې چې دکرنې اوبو لګولو او مالدارى وزارت دمسوولانو او دهېواد دشمال او شمال ختيځو ولايتونو دبڼوالو په شتون جوړ شو ، بيان کړ . دبادامو دجشن دجوړولو مسوول احمدجاويد حميد زاده وويل چې دهېواد په کچه دتيرو کلونو په پرتله دبادامو توليد پنځوس سلنه زيات شوى دى او دغه راز دبادامو دصادراتو کچه هم درې ديرش سلنه زياته شوې ده . دکرنې اوبولګولو او مالدارى وزارت سلاکار محمد غلام مياخيل دتيرو کلونو په پرتله دبادامو دتوليد او عوايدو دزياتوالي دليل داقليم بدلون او ثمر ته دهغو بڼونو رسيدل وبلل چې پخوا دکرنې اوبو لګولو او مالدارى وزارت تر ادارې لاندې و . دبادامو يوشمير بڼوالو چې په دې جشن کې يې ګډون کړي و له دولت څخه دهمکارى بازار موندنې او دمعياري بڼوالى دلارو چارو دزده کړې غوښتنه وکړه . دمسوولانو دڅرګندونوله مخې، دافغانستان زيات بادام هندوستان ، پاکستان او دمنځني اسيا هېوادونو ته ليږل کېږي . ختم_عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 07 November 2018 19:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.