14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مخابراتو وزارت، د واخان دهليز نوري فایبر پروژې لپاره، چين ته د۵۰ ميليونو ډالرو همکارۍ رسمي پروپوزل وسپاره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :      
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د واخان دهليز نوري فایبر پروژې لپاره، چين ته د ۵۰ ميليونو ډالرو همکارۍ رسمي پروپوزل وسپاره چې د چين له خوا په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه.
د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي چين ته د انټرنټ په پنځم نړېوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د خپل رسمي سفر په څنډه کې د چين د صنعت او  مخابراتي ټکنالوجۍ له وزی  Chen Zhao Xiong سره په ليدنه کې د دوه اړخيزه اړيکو پر پراختيا، د ډيجيټل ورېښمو لارې پروژې، د افغانستان ډيجيټل اقتصاد او په ځانګړې توګه د واخان دهليز له لارې د چين – افغانستان د نوري فايبر د نښلولو پروژې په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.
آريوبي وویل چې د افغانستان دولت د واخان دهليز پروژې سروې بشپړه کړې او د راپور له مخې د پروژې د عملي کېدو په برخه کې خاص خنډونه نشته.
د افغانستان دولت له چين څخه غوښتنه وکړه چې د واخان دهليز د نوري فايبر پروژې د مالي چارو په برخه کې همکاري وکړي او د دغې پروژې د عملي کېدو په موخه شهزاد آريوبي په رسمي ډول د ۵۰ ميليونو ډالرو پروپوزل د چين جمهوري دولت د صنعت او  مخابراتي ټکنالوجۍ وزیر ته وسپاره.
ښاغلي Chen Zhao Xiong ژمنه وکړه چې د خپلو چارو په لومړيتوب کې به د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پروپوزل خپلو اړوندو مسوولو چارواکو ته د هوکړې لپاره وړاندې او د مالي چارو د تنظيم او تائيد په موخه به ډېر ژر افغان دولت ته خبر ورکړي.

افغانستان د جغرافيايي موقعيت له کبله د دغه پروژې په پلي کېدو سره د چين، مرکزي او سويلي آسيا هېوادونو، اروپا او افریقا ترمنځ په ټرانزيټي مرکز بدلېږي او د ټرانزيټ له لارې د ميليونونو ډالرو عوايدو ترڅنګ افغانانو ته په کمه بیه د باکيفيته انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو زمينه برابرېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي په دې ناسته کې وویل، د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د چين د پانګونې او همکارۍ له امله مننه وکړه زیاته يې کړه چې له چين سره د انټرنټ او نوري فايبر له نښلولو سره به افغانستان د انټرنټي خدمتونو په برخه کې له نورو ګاونډيو هېوادونو خودکفا شي. #

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.