21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

کابل باختر دثور ٣٠مه وسله والوطالبانوتیره شپه دننګرهارولایت خوږیاڼيو ولسوالی داعلی...

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

کابل باختر دثور ٣٠مه دکابل جلال آباد اوتورخم لویو لارود امنیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په دایکنډي ولایت کې د څلورو سترو پروژو کار پیل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دایکنډي ولایت ته سفر وکړ. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ جمهوررئیس د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ته په رسېدو چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او یو شمېر نورو لوړپوړو مقاماتو یې ملتیا کوله د نیلي ښار د داخلي سړک د جوړولو چارې، د لمریزې برېښنا د توليد پروژه، د نیلي ښار د برېښنا د لېږد او وېش شبکه او د سوختوک د اوبو بند یې په جلا مراسمو کې پرانیستل. د نیلي ښار داخلي سړک د دشت سیمې نه د دایکنډي تر زاړه بازار پورې ۹ کیلومتره اوږدوالی لري چې د پخولو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. دا سړک د فوایدعامې وزارت له لورې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره طرحه او ډېزاین شوی او په مجموعي ډول ۴۳۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي چې د حکومت له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي. د دایکنډي ولایت د ۵،۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د توليد پروژې له ۱۳ میلیونو افغانیو زیات لګښت راځي چې د حکومت له انکشافي بودجې ورکول کېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به پر نیلي ښار سربېره په اشترلي، شهرستان او مېرامور ولسوالیو کې ۱۴۰ زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي. دغه راز نیلي ښار لپاره د برېښنا د لېږد او د ويش شبکه د ۱۸ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړېږي. په دې پروژه کې د لېږد شبکې ۱۵ کیلومتره تمدید او نیلي ښار ته د برېښنا د وېش معیاري شبکې ایجاد شاملېږي چې د سوختوک تولیدي برېښنا منبع سره وصلېږي. د سوختوک اوبو برېښنابند د لزیر سیند څخه تامینېږي چې د بند د بدنې او حوض د پاور ودانېزي چارې بشپړې شوي دي. په دې بند کې به په مجموعي ډول د ۷۰۰ کیلوواټو تولیدي برېښنا په ظرفیت د دووتوربینونو د نصبولو چارې ژر پیل شي. پاى- ع

Last modified on Saturday, 10 November 2018 04:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.