کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دهوايي چلند دنړيوال سازمان تخنيکي هيئت چې دهېواد دملکي هوايي چلند په خپلواکې ادارې پورې داړوندې چارې دڅيړنې په مقصد کابل ته رسيدلي دى نن يې په کار پيل وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه هيئت دروان کال دلړم دمياشتې تر ديرشمې نيټې پورې دملکي هوايي چلند دادارې دبېلابېلو چارو په څيړنه بوخت ده .
دهېواد دملکي هوايي چلند خپلواکه اداره داړوندو تخنيکي فعاليتونودمعياري کولو په خاطر زياتې هلې ځلې کړي دي .
ددغې ادارې داطلاعاتو دآمر دڅرګندونوله مخې ، دافغانستان دملکي هوايي چلند دنظام دتخنيکي پرمختګونو څيړنه دهېواد دملکي هوايي چلند له نظام څخه د نړيوال باور د زياتيدو او په دغه بنسټ کې دهوايي چلند دنړيوالو معيارونو له تطبيق څخه د نړيوالې ټولنې د ډاډ دترلاسه کولو په لاره کې يو مثبت ګام دى .
د دغه هيئت په ترکيب کې دنړۍ دملکي هوايي چلند دسازمان ( ايکاو ) پنځه تنه تجربه لرونکي ماهران شامل دي که چيرې ددغه هيئت دڅيړنو نتيجې ددغه بنسټ په معياري فعاليتونو دتاييد مهر ولګوي دغه اداره به په نړيواله کچه بيا مطرح شي .
ختم_ ج _ اکرم