24 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

 په ننګرهارکې  دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

په ننګرهارکې دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دوسله والو طالبانو دډلې اووه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اووه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل \ باختر\ د لړم د مياشتې ٢٨ نېټه: مرکزي بانک (۲٧) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د لړم د مياشتې په ٣٠ نېټه د چهارشنبې په ورځ (۲٧) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. په شرايطو برابر صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي . هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي. د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملاتـو د قسمي تسويې تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. پاى \سعيده

Last modified on Wednesday, 21 November 2018 04:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.