12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د ولسي جرګې په درېيو تنو نوماندانو وسله وال بريد

پل علم \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته...

يو انس سره زر په ۱۲۴۳ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د ليندۍ د مياشتې۲۱ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

په هلمند کې د یوې میاشتې په بهیرکې ۲۵۰ تنه طالبان وژل شوي دي

لښکرګاه/ باختر/ د لیندۍ ۲۱ مه د هلمند والي په دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پانګې اچوونکو ته ځمکه ورکول کېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دليندى څوارلسمه : دصنعت او سوداګرى وزارت دخصوصي برخې او صنايعو دپرمختيا معين ظهور الدين شيرزاده دسوداګرى او صنايعو دخونو ، دصنايعو او کانونو، دافغانستان دښځو دسوداګرى او صنايعودخونې ، دنړيوالې سوداګرى دخونې او د صنايعو او پانګونې دعالي شورا له مسوولينو سره په غونډه کې وويل چې دصنعت او سوداګرى وزارت دهېواد دديارلس ګونو صنعتي پارکونو ، پانګې اچوونکو ته دځمکې ويش ته چمتو دى . دباختراژانس خبريال دصنعت اوسوداګرى وزارت دخبرپاڼې له خولې خبرورکړ شيرزاده دغه راز وويل چې د صنعتي پارکونو دپاليسۍ پربنسټ ، دصنعت او سوداګرى وزارت په هغو صنعتکارانواوپانګې اچوونکو دځمکې دويش مسووليت په غاړه لري چې په هېواد کې دپانګونې غوښتونکي وي . ده دغه راز زياته کړه چې همدااوس دهېواد په يوولسو ولايتونو کې په ديارلسو صنعتي پارکونو کې په پانګې اچوونکودويش لپاره ځمکه چمتو ده . په دې غونډه کې دغه راز دپانګونې دنويو فرصتونو ، دصنعتکارانودستونزو اودهغو افغان پانګې اچوونکو دراستنيدوپه باب چې له هېوادڅخه په بهر کې دي او په هېواد کې پانګونې ته دهغوى دهڅونې په باب خبرې وشوې . ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.