23 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۳تنو ترهګرو  وژل کیدل

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۳تنو ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر دوري دريمه : د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتو...

سياسي معين : دسولې په خبرو کې  دتيرو اتلسو کلونو برياليتوبونه به  وساتل شي

سياسي معين : دسولې په خبرو کې دتيرو اتلسو کلونو برياليتوبونه به وساتل شي

کابل باختر دوري دريمه : دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي...

دښځو  دچارو وزارت ښځينه خبريالانې    وستايلې .

دښځو دچارو وزارت ښځينه خبريالانې وستايلې .

کابل باختر دوري دريمه : دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د مرغومې د مياشتې ١۹ نېټه:
مرکزي بانک (۲٥) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د مرغومي د مياشتې په ۲۲ نېټه د شنبې په ورځ (۲٥) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملاتـو د قسمي تسويې تر سره کول مجاز نه  دى، د  ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى  \سعيده


 

Last modified on Wednesday, 09 January 2019 19:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.