17 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بغلان والي استعفا وکړه

د بغلان والي استعفا وکړه

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه احمد فريد بسيم چې پنځه مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صلاح الدين رباني: د لاجوردو لاره د تجارتي اړيکو په پراختيا کې زيات ارزښت لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د هند او منځنۍ آسيا د خبرو د لومړۍ دورې له پيل څخه مخکې د ترکمنستان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير رشيد مريدوف سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د خپل هېواد او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختيا ټينګار وکړ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ يې د ټولو موافقه ليکونو په عملي کېدو ټينګار وکړ .
مريدوف د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهير څخه د ترکمنستان ملاتړ څرګند کړ .
رباني هم د لاجوردو د لارې پرانيستل د تجارتي اړيکو د پراختيا لپاره ارزښتناک ګام وباله.
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.