په بڼوالو دبڼوالۍ وسايل وويشل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په اوو تنو بڼوالو نن دبڼوالۍ وسايل وويشل شول .
دفراه ولايت دکرنې اواوبو لګولو  رييس منان متين  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دکليوالي سيمو دکرنې او پراختيا دودې او دپروژې له لارې ددغه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په اوو تنو بڼوالو  ددغې ادارې له خوا دبڼوالى  وسايل وويشل شول
ده  څرګنده کړه چې دغه وسايل دونو دښه اصلاح کولو او څانګو دغوڅولو ، په منظم ډول دبنوالۍ  دمحصولاتو دراټولولو دافتونو په وړاندې دبڼونو دڅارنې او دونو دښه پيوند دزمينو داسانه کولو په مقصد  په دغوبڼوالو  ويشل شوي دي .
ټاکل شوې ده دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په ديارلسو  بڼوالو هم دغه مرستې وويشل شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

back to top