په بغلان کې په يوشمير ښځو دشيدې لوشلو وسايل وويشل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
دبغلان ولايت  دکرنې اوبو لګولو او مالدارى   رياست په پنځه  ديرشو کوچي  ښځو دشيدې  لوشلو وسايل او جکونه  وويشل .
دبغلان ولايت  دکرنې اوبو لګولو  او مالدارى  رياست داقتصاد  مدير سوسن  باختراژانس ته وويل  چې سيمه ئيزې  روغتيا ساتنې او دناروغيو  دمخنيوي او دمالدارو کورنيو داقتصادي  کچې دلوړولو په مقصد دبغلان ولايت  دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رياست  په پلخمري  ښار  پورې اړوند زمان  خيلو کلي کې په پنځه ديرشو  مالدارو او کوچي  ښځودشيدې لوشلو وسايل او جکونه وويشل .
ده وويل چې له دغو وسايلو  څخه دکاراخستلو لارې چارې هم ددغه رياست  دفني کارکوونکو په واسطه دغوښځو ته وښودل شوې .
  ختم_ ف _ اکرم

back to top