19 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  نه اصولي بريالى  شو او نه هم رحماني

نه اصولي بريالى شو او نه هم رحماني

کابل باختر دثور ٢٨ مه : په هغې...

 په فراه کې سلو کورنيو  مرستې ترلاسه کړې .

په فراه کې سلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دثور ٢٨ مه : په فراه ولايت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکرنې او اوبو لګولو وزارت عوايد په سلو کې پنځه اويا زيات شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه :
دکرنې او اوبولګولو وزارت  په  ١٣٩٧ مالي کال کې ددغه وزارت  دعوايدو په سلو کې دپنځه اويا  زياتوالي  خبرورکړى دى .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دکرنې اواوبو لګولو وزارت په دې باب ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ليکلي دي  چې په  ١٣٩٧ مالي کال کې اټکل شوى و چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت يوسلو يو ديرش مليونه نهه پنځوس زره او شپاړلس افغانۍ  عوايد ترلاسه کړي .  خو ددغه وزارت  داړوندو ادارو دهلوځلو په نتيجه کې دغه عوايد  دوه سوه نولس مليونه پنځه سوه اته اتيا زرو پنځه سوه  درې نوي افغانيو ته زيات شوى دى . چې په سلو کې څه دپاسه  دپنځه اويا  زياتوالي ښيي  په همدې ترتيب  په   ١٣٩٦ کال کې  اټکل شوي و ، چې له دې پلوه درې نوي مليونه اووه سوه يو اتيا زره اووه سوه  يوشپيته افغانۍ ترلاسه شي چې دغه شمير يوسلو څليرويشت مليونو اته سوه دوه ويشت زرو اته سوه درې اتيا افغانيو ته ورسيد .
دکرنې اواوبو لګولو وزارت دعوايدو دغه زياتوالي د هېواد دمرکز او ولايتونو دغير مالياتي عوايدو د زراعتي ځمکو دکرايې او اجارې  ، ددولتي ځمکو دکرايې دتخنيکي وسايطو او تجهيزاتو دکرايې ، دزراعتي محصولاتو لپاره  د روغتيايي تصديق ليکونو او د بيه لرونکو سندونو دپلورنې، دلبنياتو او دزراعتي محصولاتو دپلورنې  جريمو دافرادو او دحقوقي شخصيتونو دمجازاتو او دمتفرقه عوايدو زيږنده  بولي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.