22 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خلک : خداى دې هغو کسانو ته چې دلارو دبندښت سبب کېږي سزا ورکړي .

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دغبرګولى دمياشتې لومړى نيټه...

اته کسيزه ډله شوکماران په کابل کې ونيول شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دملي امنيت موظفينو په رييس...

دکابل واټونه بيا پرانستل شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دکابل ښار هغه واټونه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مالیې وزارت سرپرست عوایدي ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د کب د مياشتې٢٢
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د جمهوريرياست د عالي مقام ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، نن ټاکل شویو عوایدي موخو ته د رسیدو لپاره د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین او د ګمرکونو لوی رئیس هم شتون درلود، په شفاف ډول د عوایدو په راټولیدو او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې په سند کې ټاکل شوې موخې ته د رسیدو، د سوداګریزو توکو د چاقاقو په مخنیوي، د ګمرکي کړنو په معیاري کولو، په قانوني ډول د ګمرکي توکو په ترخیص، د ګمرکونو قانون، کړنلارو او تعرفې په پلي کیدو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو، ناسته کې یاد شویو موخو ته د رسیدو لپاره ژمن ليک لاسلیک کړ.
دغه ژمن ليک به د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو د ارزونې اصلي معیار بلل کیږي چې له مخې به یې د ګمرکونو لوی ریاست د هرې ربع په پای کې، د ګمرکونو کړنې ارزوي او راپور به یې له وړادیز سره یو ځای د مالیې وزارت له مقام سره د لازمو پریکړو نیولو په موخه شریکوي.پاى- فضل واحد

Last modified on Wednesday, 13 March 2019 14:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.