18 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د هېواد د شل کلنو...

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د عامې روغتيا وزارت، د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: عربي متحده امارات د افغانستان زعفران اخلي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۲۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې پرون ماښام په یاد هېواد کې له مېشت افغان تاجرانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ابوظبي ښار کې وشوه، په پیل کې په عربي متحده اماراتو کې مېشت افغان سوداګر عبیدالله صدرخېل د سوداګرو دستونزو حل په خاطر د هېواد د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او وې ویل، نا امني او اداري فساد په هېواد کې د هغوی د پانګونې د خنډ لامل شوي.
هغه زیاته کړه: د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه جوړ شوی کمېسیون توانېدلی چې تر زیاته بریده د هغوی ستونزې حل کړي.
دغه راز افغان سوداګر ابراهیم محب په افغانستان کې د بانکدارۍ سکتور ستونزې مطرح او جمهوررئیس ته د وړاندیزونو ترڅنګ وویل، د افغانستان بانکونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له هغو څخه د سترګې پټول به د جدي خطرونو لامل شي.
نوموړي وړاندیز وکړ، د بانکدارۍ د ودې او د دغه سکتور د خطرونو د مخنیوي لپاره د ارزونې او مشورې بین المللي نظارتي کمپنۍ ګومارلو ته اړتیا ده.
په دې کتنه کې د هېواد د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي افغان سوداګرو ته د حکومت د انکشافي او سوداګریزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، مالیې وزارت د افغانستان د ګمرکونو د رئیسانو په همکارۍ د هېواد د بندرونو عمده ستونزې مشخصې کړي او هغو ته رسیدګي کېږي.
ډاکټر قیومي زیاته کړه، د جمهوررئیس د لارښوونې پر بنسټ، د کرنې، کانونو، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د پانګونې پرورګرام شته او دا افغان سوداګرو ته تر ټولو ښه فرصت دی.
وروسته د هېواد جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي کې د سوداګرو د فعالې ونډې د هڅو قدرداني وکړه.
محمد اشرف غني زیاته کړه: د ابوظبي ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان ورسره په کتنه کې ژمنه کړې چې عربي متحده امارات د افغانستان زعفران اخلي. هغه زیاته کړه اذربایجان هم تیار دی چې د افغانستان بادام، انګور او پیاز واخلي.
جمهوررئیس غني په عربي متحده اماراتو کې له مېشت افغان سوداګرو وغوښتل چې په نړیوالو په ځانګړي ډول د عربي متحده اماراتو بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو لپاره له برابروشويو فرصتونو څخه په استفادې پانګونه وکړي او د صادراتو لپاره دې واضح هدف وټاکي.
جمهوررئیس غني وویل، په بېلابېلو برخو کې جدي اصلاحات راغلي او دا بهیر دوام لري. هغه زیاته کړه د کانونو قانون په اساسي ډول تغییر کړی او د کانونو سکتور کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
دغه راز جمهوررئیس وویل، په کابل کې به امنیتي ګواښونه ډېر ژر رفع شي، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې په کابل کې غېرمسوول وسله وال  بې وسلې کړي.
جمهوررئیس غني وویل، د بانکدارۍ بحران دولت نه، بلکې خصوصي سکتور ایجاد کړی او ناوړه استفاده په هېواد کې د بانکونو دکمزورۍ لامل شوې.
هغه زیاته کړه، په دې اړه د معتبرو بین المللي کمپنیو له لوري ارزونه اړینه ده او د مالیې وزارت سرپرست ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو کمپنیو د استخدام پر میکانیزم کار وکړي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.