20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بلخ کې څه د پاسه ٢٥٠٠ تنو د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي

په بلخ کې څه د پاسه ٢٥٠٠ تنو د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي

کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د بلخ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي...

په غزني کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

په غزني کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

- کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د غزني د ملي امنيت رياست منسوبینو تېره شپه...

لويه څارنوالي د برېښنا پوروړي تر عدلي تعقيب لاندې نيسي

لويه څارنوالي د برېښنا پوروړي تر عدلي تعقيب لاندې نيسي

کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د افغانستان برېښنا شرکت او لویې څارنوالۍ ترمنځ د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د١٣٩٧ مالي کال قطعيه دماليې وزارت دسرپرست له خوا لاسليک شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وري  لومړي :
دماليې وزارت سرپرست  اوپه بنسټيزو چارو کې  دجمهوري رياست ستر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي پرون د ١٣٩٧ مالي کال  قطعيه لاسليک کړه .
باختراژانس دماليې وزارت  دخبرپاڼې له مخې خبرورکړ ، چې دغه قطعيه د څيړنې عالي ادارې او نورو اړوندو ادارو ته دسپارلو لپاره چمتو ده او ټاکل شوې ده دراتلونکې اوونۍ په پيل کې په رسمي ډول دڅيړنې عالي ادارې ته وړاندې شي .
قطعيه دملي بودجې دسند له مخې دعوايدو او لګښتونوکلني مالي رپوټ دى چې دماليې وزارت  دتعامل او اصولو له مخې ،  دمالي کال له پاى ته رسيدو وروسته  په درېو مياشتو کې هغه چمتواو دڅيړنې عالي ادارې او نورو اړوندو ادارو ته سپاري .
په خبرپاڼه کې دماليې وزارت مشرتابه  دتيرو دريو مياشتو په بهير کې ددولتي ادارو دهمکاري او همغږى له امله  چې دقطعيې په جوړولو کې هلې ځلې کړي دي مننه او قدر داني وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.