24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلور ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د وري د مياشتې ۴ مه
مرکزي بانک (٢٤) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته لېږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د ۱۳۹۸ کال د وري د مياشتې په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ (٢٤) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \سعيده

Last modified on Sunday, 24 March 2019 11:56

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.