23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه په باميانوکې د ځوانانو...

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه د باميانو د هوايي ډګر د سوق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت: په ملي عوايدو ١٥ميليارده افغانۍ زياتې شوې دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري ٢٥ مه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير نن ( ملت ته د حکومت د حساب ورکونې) په پروګرام کې وويل چې د مخابراتي خدمتونو د ١٠ سلنې محصول له درکه  د هېواد  په ملي عوايدوکې ١٥ ميليارده افغانۍ زياتې شوې دي .
ده وويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او دماليې د وزارتونو او د (اترا) ادارې د استازو په ګډون ګډه کمېټه د مخابراتي خدمتونو د ١٠ سلنې محصول د راټولولو د پروګرام له پيل څخه تر اوسه پورې دغه بهير څاري .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزير شهزاد آريوبي دغه څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د( رِيَل ټايم ډيټا منجمنت سيستم) د جوړولو بهير پيل شوى دى او په نږدې راتلوونکي کې  تجهيزات يې هېواد ته وارديږي .
آريوبي دغه راز وويل چې ( د اترا چېرته ده؟ موضوع ) په جدي توګه  تعقيبيږي. 
ده وويل: د (اترا) ادارې د مخابراتي او انټرنټي ستونزو د حل کولو په لاره کې له خلکو سره ٢٠ ژمنې کړې دي چې يو مورد يې د شکايتونو  د اوريدو د شميرې د وړيا کولو تحقق موندلى دى.
ده دې ته په اشارې سره چې د (اترا) له ژمنو سره ١٩ مواردو تر اوسه پورې تحقق نه دى موندلى، زياته کړه: دغې ادارې ته يوه مياشت فرصت ورکول کېږي چې په پاتې ژمنو عمل وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير وويل: په هغه صورت کې چې (اترا) په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د حکومت له مشرتابه  څخه غوښتنه کېږي چې دغه اداره دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر چتر لاندې ونيسي چې نظر وړ اصلاحات عملي شي، يا (اترا) خپل مکان بدل کړي چې د هغې دنده، هويت او خپلواکي خلکو ته  په ګوته شي .
  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير د ټولنيزو شبکو په تېره بيا د فيسبوک د مصوونيت په باب وويل چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې د فيسبوک مرکزي ادارې ته ليک لېږل کېږي چې په هېواد کې له فيسبوک څخه ګټه اخيستنه  قانونمنده شي او له مستعارو او بې هويته حسابونو (اکونټونو) څخه ګټه اخيستنه محدوده شي .
آريوبي د سلام د مخابراتي شرکت د انټرنټي بستو د بېې په باره کې وويل  چې په دغو بستو کې تخفيف رامنځته شوى دى او په اوس وخت کې د يوې (جي.بي) بـستې بيه  ٤٩ افغانۍ ده.
ده ټينګار وکړ: که چيرې مخابراتي شبکې او انټرنټي شرکتونه خپلو مشتريانو ته د انټرنټي بستو په بيه کې د تخفيف رامنځته کولو ته ليوال وي؛ دغه وزارت چمتو دى د افغان تيلي کام  شرکت له لارې ٤٠ سلنه تخفيف ورته په پام کې ونيسي .
آريوبي له مخابراتي شبکو څخه وغوښتل چې په غير قانوني ډول د سيمکارټونو  د پلورنې مخه ونيسي او هغه سيمکارټونه چې ثبت شوي نه دي؛ له بازار څخه  راټول کړي؛ له دې پرته قانوني چلند کېږي .
دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دمارچ دمياشتې له پيل څخه تر نن ورځې پورې دغير قانوني سميکارټونو د راټولولو دپروګرام له پيل څخه د ٢٤ زرو ٩٧٩سيميکارټونو د راټولولو خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه پروګرام  دهېواد په ټولو ولايتونوکې دوام لري .
  ختم_ ف_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.