04 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د عامې روغتيا وزارت د...

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د خان عبدالغفارخان د علمي سيمينار...

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب  د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د ښځو د چارو وزارت سرپرستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهرات ښار دترانزيتي حلقوي واټ دجوړولو کار پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې ٥
دهرات ښار دحلقوي واټ دجوړولو پروکرام نن پيل شو. دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا باختر آژانس ته وويل چې دهرات ترانزيتي حلقوي واټ دڅلورو کېلومترو په اوږدوالې د ديرشو مليونو ډالرو په لګښټ په څلور پړاونوکې په نړيوال ستندردونو جوريږي.
دهرات ښار دحلقوي سړک دجوړولو طرحه چې دې باى پس په نامه ياديږي، دهرات د والي ډاکتر داود شاه صبا له خوا يوکال مخکې ترلاس لاندې نيول شوى.
دهرات سيمه ييز مسوولين وايي: دغه پروګرام چې دهرات ښار ته څيرمه ديو ترانزيټي واټ جوړول پکې شامل دى، باروړونکې وسايط له ښار څخه بهر او لارې دصنعتى ښار ګوټې او دهرات قندهار لوى لارې ته لارښوونه کوي.
مسوولين وايي چې دغه واټ په باروړنکو وسايطو دتګ راتګ داسانتيا وپه موخه جوړشي چې په هرات ښار کې دترافيکې د ګڼې ګوڼې په کمښت برسيره ترانسپورتي او تجارتي شرکتونو ته  دې بې سارې ترانسپورتي او ترانزيتي اسانتياوې برابروي.
پخوا باروړونکې د وسايطو د ورځې له خوادمناسب تګلورې د نشتوالى په خاطر په هرات ښارکې دتګ راتګ اجازه نه درلوده چې دا کار په کال کې ترانسپورټي او تجارتي شرکتونو ته دمليونونو ډالرو تاوان سبب شوى دى.
تر سره شوې څيرنې ښيي چې له هرات ښار څخه د ورځې له خوا د سترو باروړونکو وسايطو ته تګ راتګ په کال کې دهيواد ملي اقتصاد ته څه ناڅه سل مليونه ډالره زيان  رسوي او ددغه واټ په جوړولو سره په ددغه زيان مخه نيول کېږي .
ديادونې وړ ده چې ددغه واټ په جوړولو سره ترانزيټي او دښار دتګ راتګ په تيره يه بيا دخصوصي سکتور ستونزې لرې کېږي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.