دتخار ولايت خلکوله بريښنا څخه ګټه واخيسته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
له کندزڅخه ترتخار ولايت پورې دتاجکستان د ٢٢٠ کېلوواټ وارداتي بريښنا دمزو دغځولو پروژه پرون ګټې  اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه دکندزولايت له شيرخان بندرڅخه دشپږشپيتوکېلومترو په اوږدوالې پيل اود تخارولايت پورې غځول شوې ده .
د اقتصاد وزيرعبدالهادي ارغنديوال ددغې پروژې پرانستل ارزښتناک  او حياتي وبلل  او ويې  ويل:  دغه پروژه د اسيا دپرمختيايي بانک په مرسته د اووه ويشتو  مليونو ډالروپه لګښت په اتلسو مياشتو کې بشپړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې  ده.
ارغنديوال وويل: ددغه مزي په غځولو سره دتخار ولايت خلکو له بريښنا څخه ګټه واخيسته اوپه نږدې راتلوونکې کې به بدخشان ولايت هم له بريښنا څخه ګټه واخلي .
دغه راز دتخارولايت سرپرست عبدالجبار تقوا ددغې پروژې پرانستل ارزښتناک او حياتي وبلل او دتخار ولايت  له خلکو څخه يې ووغوښتل چې دبريښنا په سپما کې پاملرنه وکړي.
تقوا دغه راز ددغه ولايت له امنيتي منسوبينو څخه وغوښتل  چې له شيرخان بندر څخه دتالقاانو ترښار پورې دبريښنا دمزو او دستګاه  ساتنې  ته جدي پاملرنه وکړي .
دتالقانو ښار يو تن اوسيدونکى دباخترا ژانس خبريال ته وويل: بريښنا ددغه هيواد دهروګړى مهمه اوحياتي اړتيا ده او موږ نن په دغه ولايت کې دډير ارزښتناک اوحياتي بدلون شاهدان يو او موږ له دولت څخه  مننه  کوو او ددغه شان ټولګټو پروژو دبيلولو  غوښتنه کوو.
 

back to top