17 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې لپاره د ځوانانو ناسته...

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

-کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې په چارو کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپلخمري دوشي سړک دترميمولو کار پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دبغلان ولايت ددوشي _ پلخمري  سړک دبيا جوړولو اوپخولو دکار قرارداد دفوايد عامې  د وزير له خوا دنبي زاده وردګ دساختماني شرکت له متصدي سره لاسليک شو.
ددغې لارې دقير مواد د ٥٢ کېلومترو په واټن له منځه تللي دي اوليږدونکې وسايط  له دوو کلونو  را په دې خوا زياتو ستونزو سره تګ راتګ کوي.
دفوايد عامې د وزير دڅرگندونوله مخې:  ددغه قرارداد له مخې ټاکل شوى ده  دغه شرکت له نن څخه يوه اوونۍ وروسته ددغه سړک دجوړولو او  اوارولو کار پيل کړي  اوله يوې مياشتې وروسته په پخولو يې  لاس پورې کړې  .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:  په بغلان کې ددوشي _ پلخمري سړک د ٥٢ کېلومترو په اوږدوالې  دبيا جوړولو کار دهغه دجوړولو په قرارداد کې دستونزو له امله  ځنډول شوى و.
دفوايد عامې د وزير انجينر نجيب الله اوژن دقرارداد له لاسليک کولو وروسته خبريالانو ته وويل  چې هغه قرارداد له تخنيکې  څيړنې وروسته شوى دى او هغه ستونزې چې ددغه سړک دبيا جوړولو لپاره په پخواني قرارداد کې موجودې وې، له منځه وړل شوى دى.
انجينر اوژن وويل چې دغه سړک دبيا جوړولو اوپخولو کار چې  ٥٢ کېلومتره اوږدوالې  او ٧ متره سور لري، د اوولس اعشاريه اتو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دشفافې  د اوطلبي له لارې دنبي زاده وردګ شرکت ته وسپارل شو.
دفوايد عامې  وزير وويل چې دغه شرکت مکلف شوى دى  چې ددغه سړک دبياجوړولو اوپخولو کار په ١٥ مياشتو کې بشپړکړي .
دغه راز ددغه شرکت رييس وويل چې ددغه سړک دجوړولو مقدماتي کار له نن ورځې څخه يوه اوونۍ وروسته پيليږي اوپه راتلوونکې  مياشت کې دپخولو کاريې  يوه مياشت  وروسته  له پلخمري ښار څخه پيليږي .
ده وويل:  دهغې ژمنې له مخې چې شوې ده ددغه سړک دبيا جوړولو دکار قرارداد دوه کاله مخکې د اکمل  له ساختماني شرکت سره لاسليک شوى و اودهغو ستونزو له امله چې  رامنځته شوى وى، ځنډول شوى و.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.