21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

د نمک آب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د تخار د نمک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جوزجان کې دښيښې دتوليد فابريکه جوړېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه :
په جوزجان ولايت کې دبريښنا دوه سب ستېشنونه او دښيښې دتوليد يوه فابريکه جوړېږي .
دجوزجان دافغان ګاز تصدۍ مسوولان وايي دسل کيلوواټه بريښنا په ظرفيت دوه سب ستېشنونه او دښيښې  دتوليد يوه فابريکه جوړېږي .
  دجوجان دافغان ګاز تصدۍ رياست فني  مرستيال  عبدالحميد دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دشبرغان ښار په مربوطاتو کې  ١٣٤ ګازي  څاګانې  شته چې  ٣٤ يې دخواجه ګوګردک  په فابريکې  نښتې دي او په ٢٤ ساعتو کې  ٤٠٠  زره مکعب متره چاڼ شوي ګاز دمزارشريف  دسرې اوبريښنا فابريکې  ته لېږدول کېږي .
  ده زياته کړه چې دمزارشريف دسرې اوبرښناپه فابريکي دګازودپلورنې له پلوه په يوکال کې  دافغان ګاز دتصدۍ رياست ته  پنځه مليونه افغانۍ عايد رسيږي او دبرښنادوو سب سټېشنونواودښيښې دتوليدديوې فابريکې په فعالولو سره سربيره پردې چې سلګونو تنوته د کارزمينه برابرېږي او دبريښنا له نعمت څخه هم ګټه اخلي او ددغې  ادارې عايد به يو مليارد افغانيو ته زياتوالي ومومي .
ويل کېږي  دغه سب سټېشنونه دجوزجان ، سرپل او فارياب د ولايتونو اوسيدونکو ته داړتيا وړ بريښنا برابروي.
ختم-  شکريه- اکرم

Last modified on Wednesday, 15 May 2019 06:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.